اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب وئېلي دي تېر حكومت د 29 ز??ه اربه روپو د قرضونو ټائم بم پريښودې٬په سسټم كښې د 19 نه تر 19 نيم زره مېګاواټ نه د زياتې برېښنا وركولو صلاحيت نشته٬پخواني حكومت چې څومره هم پارو پلانټس لګولي هلته ټران??مې??ن لائنونه نشته٬ګرځينده قرض 1200 اربه روپو ته رسېدلې ٬د برېښنا غلا مخ نيوي لپا??ه اے بي سي كېبل كارولو٬ټران??مې??ن لائن آف ګرېډ كولو او د واپډا ملازمانو څخه د وړيا برېښنا آسانۍ بېرته اخستلو پشمول په نورو چارو غور روان دے۔ده د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه وروستو د اطلاعات او خپرونو وزير چوهدري فواد حسېن سره پي آئي ډي كښې مېډيا ته بريفنګ وركولو۔عمر ايوب ووئيل په 2013 كښې د پاكستان ټول قرض 15 ز??ه اربه روپۍ ؤ٬ اوس د ټول پور حجم 29 ز??ه اربه روپو ته رسېدلې٬په دې پور كښې مهمه برخه د ګرځينده قرض ده۔ده ووئيل د برېښنا پیداوار چې هر څومره زيات شي خو كه په سسټم كښې شاملېدې نشي نو هېڅ فائده نه لري۔ده ووئيل تېر حكومت د برېښنا پلانټونه په هغه ځايونو لګولي چرته چې بيخي ټران??مې??ن لائنز نه وو او كه چرته وو نو هغه ډېر لري وو ٬ ده ووئېل په نويو ټران??مې??ن لائن يوه روپۍ نه ده لګولې شوې ځكه نن د كيپيسټي چارجز پېټې اولس پورته كوي۔وفاقې وزير ووئيل اوسنۍ حكومت غواړي چې اولس د لوډشېډنګ نه خلاص كړي٬د كم ولټېج مسئله لرې كړي او ټران??مې??ن سسټم بهتر كړي۔ دتوان وفاقي وزير ووئيل په تېر حكومت ??ښې د لږې وصولۍ٬د ناقص ټران??مې??ن سسټم ٬ د تېلو په بيعه كښې د زياتوالي باوجود په وخت د نرخونو نه زياتولو په سبب ګرځينده قرض زيات شوې٬دا وخت دغه قرض 640 اربه روپو ته رسېدلې۔ده ووئيل د نېنشل هولډنګ پاور كمپنۍ 550 اربه روپۍ د دې نه ځانله دي ٬ دغسې ټول ګرځينده پور 1200 اربه روپو ته رسېدلې او د دغې چېلنجونو ترمخه د خزانې وزير مني بجټ وړاندې كړې۔عمر ايوب ووئيل د تېر حكومت ??ګولي 4 اېل اېن جي ټرمينل د بحران سره مخ دي٬ده ووئيل د برېښنا د 100 يونټو په وركړه د 29 يونټو پېسې نه دي ترلاسه كړی شوې چې پكښې سركاري٬غېر سركاري٬لائن لاسز او د كنډو د لارې د برېښنا غلا شامله ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل آئي پي پيز بشپړه خپلواكه دي٬تېرو حكومتونو د برېښنا ويشوونكو كمپنو سره داسې لوظ ??امې كړي كه اوسنې حكومت ??ه دغې كښې بدلون وغواړي نو كمپنۍ به عدالتونو ته لاړه شي او داسې پېښې رامخې ته شوي هم دي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان تېره ورځ د بندونو په حقله بريفنګ كښې سپارښتنه كړې چې د داسو بند ځپليو له بهتره معاوضه او آسانۍ وركړئ۔داسې پالېسۍ جوړې كړې چې ورسره ځپلي مطمئن وي چې نورو بندونو له لاره هواره شي
متعلقہ مضامین
-
India targets civilians after military losses, 5 martyred in unprovoked shelling at LoC
-
روحانی دنیا کے عجائبات کا سرکاری تفریحی پورٹل
-
فگوایشی آفیشل انٹرٹینمنٹ اینٹرنس: تفریح کا بہترین ذریعہ
-
GW لاٹری ایماندار تفریح ویب سائٹ
-
Golden Gem قابل اعتماد تفریحی ویب سائٹ
-
Mushahid for parliamentary panel to probe Panama leaks
-
Visually impaired people denied rights, even on their day
-
Veeru dedicates presidential award to the oppressed
-
Levies Forces personnel martyred in Bajaur roadside bomb blast
-
MW Electronics آفیشل ڈاؤن لوڈ پورٹل
-
چائنا ریسورسز اسپورٹس آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ
-
گورنر آن لائن آفیشل گیم پلیٹ فارم کی ویب سائٹ کے بارے میں مکمل معلومات